دبئی ۔25فروری(اے پی پی) د متحدہ عرب امارات په عجمان ښار كښې د سيني ټائزر او پرفيوم په ډپو كښې د اور لګيدو پيښې په نتيجه كښې 9 پاكستانيان ژوبل شوي دي كوم چې په سمدستي توګه بېلو روغتونونو ته منتقل كړې شوي دي۔ د قونصلېټ جنرل دبئی لخوا د جاري شوي بيان له مخې د اور لګېدو دا پېښه په عجمان كښې د سېني ټائزر ٬ پرفيوم او اړوند مصنوعاتو په ډپو كښې رامخې ته شوه۔ پاکستانی قونصل جنرل حسین محمد وئيلي چې مونږ ژوبل شويو پاكستانيانو ته هر ډول ممكنه آساني وركول باوري كوؤ۔ د پاکستان قونصلېټ جنرل دبئی وېلفیئر ونګ د دې پې??ی څخه سمدستي وروستو د روغتون دوره وكړه۔ په یو اے ای كښې پاكستاني سفير فيصل نياز ترمذي په دې پېښه د افسوس څرګند??نه كولو سره ژوبل شويو لپاره د نېكو هيلو او زر روغتيا دعا وكړه۔ ده په پېښه كښې ژوبل شويو ته باور وركړو چې د هغوي به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔