اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) پارلم??ني چارو لپاره نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي حکومت هېواد كښې د تعليم شرح ښه كولو لپاره صوبو له 25 اربه او اسلام اباد لپاره د 70 كروړه روپو پراجېكټس منظور كړي ۔ د ګل په ورځ د سېنټ غٶنده كښې د پوښتنو په ځواب ده ووئيل پاکستان ايجوکيشن اسټيټسټکس كومه چې د تعليم وزارت ماتحت اداره ده٬ په هېواد كښې هر پنځه كاله پس سروے كوي چې څومره ماشومان په سكولونو كښې نه دي داخلي ٬ ده ووئېل تېره سروے په 17-2016 كښې شوې وه ٬ د دغې نه وروستو په 22-2021 كښې شوې چې پكښې يواځې په اسلام آباد كښې د شمېرو له مخې 81 زره ماشومانو كښې 71 زره ماشومان بېرته سكولونو كښې داخل شوي وو چې تناسب ئې 86 فيصد جوړېږي۔ ده ووئيل صوبې په دې ل?? كښې بايد فعاله كردار ولوبوي، د اتلسم بدلون نه وروستو د تعليم څانګه صوبو ته وركړې شوې او اوس دا د ھغوي ذمه واري ده چې څومره ماشومان د سكولونو نه بهر دې هغه سكولونو كښې داخل كړي ۔ ده ووئيل وفاقي حكومت ګرد هېواد كښې د تعليم شرح ښه كولو لپاره د پي اېس ډي پي له مخې 25 اربه روپۍ مختص كړې او اسلام آباد لپاره 70 كروړه روپۍ بېلې كړې ??وي??