اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د کشمير په معامله د تحريك انتشا?? او د هېواد دښمنه عناصر تګلاره يوه وه٬ تحريك انتشار هم د كشمير په معامله د اړي ګړي خپرولو سوچ كولو٬ د وزيراعظم په وخت نوټس د يوې بل?? پېښه نه ب?? كړو، کشمير د پاکستان د ساه رګ دے٬ كشمير ته به څوك په خيرنو سترګو كتلو ته پرې نه ږ??و٬ د نهې په ورځ د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره پارلمان كښې ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د کشمير په معامله د وزيراعظم محمد شهباز شريف په وخت نوټس او د كشمير چارو وفاقي وزير د هڅو په نتيجه كښې د پېښې نه ب?? شو او د دښمن سازش ناكام شو٬ دښمن ذلت سره مخ شو۔ ده ووئيل د تحريك انتشار دا سوچ ٶ چې يوه حوا به اړے ګړے خپور شي او بل خوا به د اړي ګړي عالم نه هغوي ګته پورته كړي ۔ ده ووئيل وزيراعظم د ټولو اتحادي ګوندونو او شراكتدارو رائے واورېده٬ په پرونۍ غونډه كښې د آزاد کشمير وزيراعظم پشمول ټول ??ياسي مشران موجود وو او په روغه جوړه معامله حل كړې شوه٬ ده ووئېل په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې 23 اربه روپۍ به وفاقي حكومت په سمدستي توګه آزاد كشمير حكومت ته وركوي