اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د قامي اقتصادي كونسل د معیشت شرح نمو اهداف ، د كال 25۔2024 میكرو اكنامك فریم ورك كلنې م??صو??ه بندۍ او 13مې 5 كلني پ??مخ??يائي م??صو??ې٬ د جامع پ??مخ??ګ اهدافو او د پسمانده سيمو پ??مخ??يائي بجټ ته د پام لرنې منظوری وركړې ٬ دغسې وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي حكومت د هېواد پ??مخ??ګ ، د معیشت بحالۍ او اولسي سوكالۍ لپاره به موجود وسائل كاروي،د معیشت په اړه ټولو مهمو پريكړو كښې به وفاق د صوبو او اړوندو ډلو سره مشاورت باوري كوي، زراعت د هېواد معیشت كښې د ملا د تير حثيت لري، زرعي پ??مخ??ګ لپاره د صوبو سره مشاورت په زړه پورې اهمیت لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د قامي اقتصادي كونسل غونډې مشرۍ كولو سره كړې ۔په غونډه كښې نائب وزیرِاعظم او خارجه وزیرِ اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو خواجه محمد آصف، محمد اورنګزیب، احسن اقبال، احد خان چیمه، د پنجاب وزیراعلیٰ مریم نواز شریف، د سندھ وزیراعلیٰ سید مراد علي شاه، د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علي امین ګنډا پور، د بلوچستان وزیراعلیٰ سرفراز خان بګټي ،د پنجاب صوبائي وزیرِې مریم اورنګزیب، د سندھ صوبائي وزیر جان خان شورو، د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ صلاحكار مزمل اسلم، د بلوچستان صوبائي وزیرِ ظهور احمد بلیدي ،د سټیټ بینك ګورنر جمیل احمد او اړوندو اعلیٰ وفاقي او صوبائي چارواكو ګډون كولو۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې د غونډي مشري كولو كښې وزیراعظم ووئيل د هېواد پ??مخ??ګ ، د معیشت بحالۍ او اولسې سوكالۍ لپاره به حكومت د موجوده وسائل ښه استعمال باوري كوي۔ده ووئيل د معیشت په اړه ټولو پريكړو كښې به وفاق د صوبو او سټیك هولډرز سره مشاورت باوري كوي دغسې چې د هېواد پ??مخ??ګ لپاره د اجتماعی بصیرت په نتيجه كښې داسې پريكړې وشي كومې چې مثبت وي او هغې كښې د ټولو رضامندي شامله وي، ده ووئېل قامي اقتصادي كونسل د هېواد د معیشت په اړه د مهمو پريكړو تر ټولو لوئي فورم دے كوم چې د معیشت بحالۍ لپاره مهمو پريكړو له استعمالېږي۔په غونډه كښې تيره ورځ لكی مروت كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د شهيد شوي كیپټن محمد فراز الیاس شهید او نورو عسكرو لپاره فاتحه خواني او د غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا وشوه۔ وزیراعظم قامي اقتصادي كونسل د جدید تقاضو سره برابرولو لپاره د يوې كمېټۍ جوړولو سپارښتنه هم وكړه۔ وزیراعظم په دې م??قع ووئيل زراعت د هېواد په معیشت كښې د ملا د تير حثيت لري، زراعت پ??مخ??ګ لپاره د صوبو سره مشاورت لوئي اهميت لري ، دا خبره دې باوري كړې شي چې زراعت او د نورو څانګو په اړه د صوبو تجاویز دې پلان كښې شامل كړے شي۔ كونسل د معیشت شرح نمو اهداف، د كال 25-2024 میكرو اكنامك فریم ورك كلني م??صو??ه بندۍ ، د Anuual Plan 2024-25 اشاعت او وزارتونو، صوبو او خصوصی ادارو ته په دې م??صو??ه د عملدرآمد باوري كولو اصولي منظوری وركړې شوه۔ كونسل ته د 13مې 5 كلنې پ??مخ??يائي م??صو??ې په اړه تفصیلی بریفنګ هم وركړے شو۔ دغس ېكونسل د 13مې 5 كلنې پ??مخ??يائي م??صو??ې اصولی منظوري وركړه۔ كونسل ته د 24۔2023 پ??مخ??يائي بجټ جائزه او 25۔2024 پ??مخ??يائي بجټ مجوزه اعشارئې هم وړاندې كړې شوې ۔ كونسل ته ووئيل شول راروان پ??مخ??يائ