اسلام آباد۔27 جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف آ??رب??ئیجان سره اقتصادي او د سرمايه كارۍ په څانګه كښې مرسته او تجارتي همكاري پياوړې كولو له د بشپړه تګلارې وضعه كولو هدايت سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو پراخه م??قع?? موجود دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د منځني آسيائي هېوادونو او په خاص توګه آ??رب??ئیجان سره د اقتصادي او سرمايه كارۍ په څانګو كښې اړيكو ته د ودې وركولو په اړه د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيران احسن اقبال، رانا تنویر حسین، عبدالعلیم خان، سردار اوېس خان لغاري ، ډاکټر مصدق ملک، جام کمال خان، خاص مرستيال طارق فاطمي او اړوندو اعلی چارواكو ګډون كولو۔ غونډه كښې وزيراعظم د پاكستان او آ??رب??ئیجان ترمينځه د تجارت حجم ٬ استعداد او تجارت او سرمايه كاري زياتولو له د پورته كړو ګامونو په اړه خبر كړے شو۔ وزیراعظم شهباز شریف اړوندو چارواكو ته اقتصادي مرستې ته ودې وركولو او سرمايه كارۍ كښې اضافې لپاره د تګلارې وړاندې كولو هدايت وكړو۔ په بريفنګ كښې وزيراعظم ته ووئيل شول د پاكستان او آ??رب??ئيجان ترمينځه په ترجيحي لوظنامه خبرې روانې دي٬ آ??رب??ئیجان سره د توان په څانګه كښې د مرستې پراخه م??قع?? شته ۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان او آ??رب??ئیجان ترمينځه د تجارت استعداد او موجوده تجارت زياتولو له دې بشپړه تګلاره وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل د پاكستان او آ??رب??ئیجان ترمينځه د ورورولۍ پخوانۍ اړيكی موجود دي كومې چې په څو لسيزو محيط دي۔ وزیراعظم ووئيل د حكومت د كاربار او سرمايه كار دوسته پالېسيو له امله بهرنۍ سرمايه كاري مخ په زياتېدو ده۔