اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي اسلام د امن ٬ مينې او زغم دين دے ٬ په كوم هم مسلك يا مذهب كښې د تشدد ګنجائش نشته ٬ د حج به خطبه كښې مسلمانانو له د يووالي او امن پېغام وركړے شو۔ د حج پېغام په حقيقت كښې د مسلمانانو د يووالي او د اسلام د امن او سلامتي?? پېغام دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې د پاک??تان علماء کونسل او انټرنېشنل تعظیم حرمین الشریفین کونسل په مرسته شوي پېغام حج كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په حج کنفرنس كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدری سالک حسېن، د سعودي عرب??تان سفير نواف بن سعید المالکی، د پاك??تان علماء کونسل چیئرمین او د انټرنېشنل تعظیم حرمین الشریفین کونسل عمومي سېكتر مولانا ط??هر محمود اشرفی، ډپټی اېمبېسډر فلسطین، د اردن سفارت خاص ا??تازي ٬ پیر نقیب الرحمن ٬ سياسي او حكومتي عهدېدانو او بېلو مكاتب فكر سره تعلق لرونكو ګڼ شمېر مشائخو ګډون وكړو۔ كنفرنس ته خپل خطاب كښې ګورنر ووئيل امن، ورورولي ٬ بېن المسالك همغږي او زغم د حج د مقدسې فريضې تعليمات دي ، مونږ له به د اسلامی جمهوریه پاک??تان پرمختګ او سوكالۍ له د مسلكونو او مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته وده وركولو كښې بشپړ كردار ترسره كول وي او په خېبر پښتونخوا كښې په دې لړ كښې ګورنر هاؤس د لارښودنې كردار ترسره كولو جذبه لري۔ ده ووئيل پاك??تان او سعودي عرب??تان يو بل سره په زړه پورې او پياوړې اړيكې لري٬ حج لپاره د غوره آسانيو په باوري كولو له د سعودي حكومت مننه كوؤ٬ د روډ ټو مکه پروګرام لاندې چې كومې آسانۍ سعودي حكومت حاجيانو ته وركړي مثالي دي۔ ده ووئيل په داسې وخت كښې چې كله پاك??تان ستونزو سره مخ ښكاري سعودي حكومت او اولس پاك??تان سره ولاړ په نظر راځي۔ ګورنر د دې عظیم الشان کنفرنس په كولو علامه طاهر اشرفي ته پېرزوينې وړاندې كړې او ده او د ده ټولې ډلې ته يۍ د ګورنر هاؤس پېښور دورې كولو بلنه وركړه چرته به چې بېن المذاهب او بېن المسالک هم آهنګي كنفرنس كولې شي۔ ده هيله ولرله چې مونږ ټول به د پېغام حج فلسفه او مقصد تر نظر لاندې ساتلو سره د امت مسلمه يووالي او د اسلام سرلوړۍ له عملي ګامونه پورته كړؤ