اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د اطلاعات،خپرونو ٬ قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د پي ??ي آئي باني چيئرمېن د اړخه د ليفټ??نن?? جنرل (ر) فيض حميد د اوپن ټرائل غوښتنه د پاك پوځ په چارو كښې لاس وهنه ده، د فيض حميد كيس د پوځ دننه معامله نه ګرځولو سره هغه ثابت كړه چې فيض حميد واقعي د پي ??ي آئي باني چيئرمېن اثاثه ؤ ۔د ??ور?? په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د پي ??ي آئي باني چيئرمېن پرله پسې هڅې كوي چې خپلو بيانونو څخه د فيض حميد كيس متنازعه كړي۔ده ووئيل ن?? د فيض حميد په دفاع كښې بيان وركونكے باني چيئرمېن دې د 190 مليونه پاؤ??ډ كيس ځواب وركړي۔ وفاقي وزير ووئيل باني چيئرمېن داسې بيانونو څخه ثابتوي چې هغه د زيات تذبذب ښكار دے، هغه د فيض حميد كيس د پوځ دننه معامله نه ګرځولو سره ثابت كړه چې فيض حميد واقعي د پي ??ي آئي باني چيئرمېن اثاثه ؤ ۔ده ووئيل د پي ??ي آئي باني چيئرمېن ، فيض حميد ته كله اثاثه، كله اتل او كله زيرو وائي ٬ دې څخه ښكاري چې هغه په ذهني توګه د پريشانۍ ښكار دے۔ده ووئيل د فيض حميد كيس كښې هم داسې ښكاري چې د پي ??ي آئي باني چيئرمېن د وګړو كارولو نه بيا لاس په شا كېږي، د پي ??ي آئي باني چيئرمېن ته محسن كشۍ كښې مهارت ترلاسه ده۔