اسلام آباد۔16اکتوبر(اے پی پی) د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او)كونسل آف هيډز آف ګورنمنټ (سي اېچ جي) 23 مه غونډه د و??ير??عظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د شورو په ورځ په جناح كنونشن سنټر كښې پېل شوه٬ وزیراعظم د اېس سي او غونډه كښې ګډ??ن كوؤنكو حكومتي مشرانو ته تود هركلے ووے۔ په غونډه كښې د ګډ??ن كوؤنكو غړو هېوادونو زياتره حكومتي مشران او و??ير??ن تېره ورځ وفاقي پلازمينه اسلام آباد ته رارسېدلې وو۔ د چين و??ير??عظم لي چيانګ وړاندې څخه د پاكستان په سركاري دوره راغلے دے۔ د شنګھائي مرستې تنظيم غونډه كښې ګډ??ن كولو له د روسيه و??ير??عظم میخائل مشوستن او د ايران د معدنياتو وزير محمد اتابک هم پاكستان ته رارسېدلے دے۔ په غونډه كښې به د اېس سي او غړو هېوادونو ترمينځه د معيشت ٬ تجارت، ماحولیات او سماجی او كلتوري رابطو په څانګو كښې په روانه مرسته د خيالاتو څرګندونه او دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو سره سره په نورو چارو غور كولے شي۔ كونسل آف هېډز آف ګورنمنټ (سي اېچ جي) د اېس سي او تنظيم دويم تر ټولو اعلی فورم دے د كومي مشري چې پاكستان سره ده او و??ير??عظم شهباز شريف دا مهال ددې كونسل د چيئر په منصب فائز دے۔ د اېس سي او تنظيم دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه كښې د چین، روسيه، کرغزستان، بېلاروس، تاجکستان، ترکم??نس??ان، قازقستان، منګولیا، هند ، ایران او نورو هېوادونو لارښودو سره سره مبصر هېوادونه او ډائيلاګ پارټرنرز ګډ??ن كوي۔ وزیراعظم شهباز شریف په جناح كنونشن سنټر اسلام كښې غونډې څخه وړاندې د غړو هېوادونو لارښودو ته هركلے ووے۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې پاكستان د كرغزستان په پلازمينه بشكيك كښې په اكتوبر 2023 كښې شوې غونډه كښې كال 2023-24 لپاره د حكومتي مشرانو د كونسل چيئر سنبال كړے ؤ۔ وزیراعظم شهباز شريف تېره شپه د اېس سي او مرستې تنظيم غړو هېوادونو د پلاويو په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا وركړه په كومه كښې چې د چین، روسيه، تاجکستان، کرغزستان، قازقستان، بیلا روس او ترکم??نس??ان په شمول د غړو هېوادونو لارښودو او استازو ګډ??ن وكړو۔ په دې موقعه و??ير??عظم شهباز شريف او نائب و??ير??عظم او خارجه وزير اسحاق ډار مېلمنو ته هركلے ووے او په غونډه كښې ددوئي ګډ??ن يۍ خوشبين وګرځولو۔ كوربه و??ير??عظم ګډ??ن كوؤنكو مېلمنو سره عكسونه واخستل۔ د اېس سي او غونډې ته د و??ير??عظم شهباز شريف له افتتاحي خطاب څخه وروستو به د بهرنيو پلاويو مشران خطاب كوي۔