اسلام آباد 17دسمبر (اے پي پي )د قانون او پارليماني چارو وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي د پارليمان لخوا د تحقيقي ادارې جوړولو په اړه قانون سازۍ په آئيني سكيم كښې شامل ده٬صوبو كښې پوهنتونونه جوړول د صوبو اختيار دے٬په دې ??ړه صدر مملكت هدايت هم وركړي٬مونږ په دې ??ړه احتياط كوو۔د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې حنيف عباسي تحريك وړاندې كړو چې د جديد علوم او ټېكنالوجۍ ويسټ منسټر پوهنتون بل 2024 وړاندې كولو اجازه دې ??اكړې شي ۔په دې ?? قانون وزير اعظم نذير تارړ رائے وه چې په صوبو كښې د پوهنتونونو جوړول د صوبو آئيني حق دے۔د پارليمان لخوا د تحقيقي ادارې قيام آئيني سكيم كښې شامل دے او صدر مملكت هم په دې ??ړه هدايت نامه جاري كړې چې وفاق كومه هم صوبه كښې د پوهنتون جوړولو بل راوړلو نه وړاندې ?? حدود تعين وكړي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل د صدر مملكت لخوا دا ډول 12 منظور شوي بلونه بېرته رالېږلې شوي۔د هغوي رائے ده چې كوم د وفاق پوهنتونونو دي جوړولو په اړه دې ?? بل وفاق منظوري وركړې نور پاتې دې ??وبې پخپله وكړي??خو د غړو په وينا دا دواړه بلونه په ايوان كښې وړاندې كړے شول كوم چې قائمه كمېټۍ ته وسپارلے شول ۔