اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) پاکستان د ام??يکې خارجه وزارت لخوا پاكستان د يو ” خاص اندېښمند هېواد” ګرځولو په اړه بيان په سپينو ټكو مسترد كړے دے۔ د خارجه دفتر لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له وياندې وئېلي دي مونږ په دې خبره ډېر مايوسه شوې يو ځكه دغه بيان په متعصبانه او د خپلې خوښې په تشخيص اډانه دے او دا د زمكېزو حقائقو سره هېڅ تعلق نه لري ٬ په بيان كښې وئيلي شوي پاکستان يو تکثيري هېواد دے كوم چې د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ بشپړ روايت لري۔ د بيان له مخې پاکستان د خپل آئين له مخې مذهبي آزادۍ ته ودې وركولو او د اقليتونو حقونه خوندي كولو لپاره پراخه اقدامات كړي ۔ د خارجه دفتر وياندې خپل بيان كښې په دې خبره د سخت تشويش څرګند كړے چې د مذهبي آزاد?? په لويه كچه او پرله پسې خلاف ورزي كونكے هېواد هند يو ځل بيا د ام??يكې خارجه وزارت د نومولي فهرست څخه خارج كړے شوے٬ دا اقدام نړ??والې مذهبي آزادۍ لپاره د ام??يكې (يو اېس سي آئي آر اېف) د واضحه سفارشاتو سره سره د بشري حقونو نړ??والو لخوا مذهبي اقليتونو سره د هند د ناروا سلوك په اړه د پورته كړو اولسي اندېښنو باوجود پورته شوے۔ په بيان كښې وئيلي شوي مونږ دا باور لرو چې دا ډول ام??يازي٬ يو اړخيزه او موضوعي مشقونه زيان مند دي او په اولسي كچه مذهبي آزادي مخ په وړاندې بوتللو لپاره زمونږ شريك مقصد ته زيان رسوي٬ د بيان له مخې پاكستان په دې خبره پوخ باور لري چې مذهبي عدم برداشت، زينو فوبيا او د اسلامو فوبيا د عصري چيلنج مقابله به شريكه روغه جو??ه او د احترام په بنيادي تعميري مشغوليت او د اجتماعي هلو ځلو د لارې كېدې شي، دې جذبې سره پاكستان په دوه اړخيزه توګه ام??يكې سره انګېج دے۔ په بيان كښې وئيلي شوي مونږ پاکستان د “خصوصي تشويش هېواد” ګرځولو په اړه د پاكستان د تحفظاتو څخه ام??يكا خبروٶ