اسلام آباد۔31مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د ام??يك?? اولس مشر جوبائيډن ته په خپل ځوابي چيټۍ كښې وئيلي دي ??ې پاكستان ام??يك?? سره اړيكې زياتې مهمې ګڼي۔ ?? اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د ام??يك?? اولس مشر جوبائیډن د خط ځواب وركړو۔ د امريکې اولس مشر وزيراعظم شهباز شريف او نوي حکومت ته د مبارکۍ يوه چيټۍ رالېږلې وه چې په كښې يۍ نوي حکومت لپاره د نيکو هيلو څرګندونه كړې وه۔ د دې په ځواب كښې وزيراعظم شهباز شريف امريكائي اولس مشر ته ځوابي چيټۍ ليكلې ده چې په كښې وئيلې شوي چې پاكستان امريكا سره خپلې اړيكې زياتې مهمې ګڼي٬ دواړه هيوادونه د توان ٬ موسمياتي بدلونونو ٬ كركيلې ٬ روغتيا او ??ده كړې په څانګو كښې په مهمو اقداماتو په ګډه كار كوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د توان په څانګه او ګرين الائنس اقدام كښې همكاري خوشبينه ده۔ ده ووئيل پاكستان د نړيوال امن ٬ سلامتيا او ?? سيمې د پرمختګ او ??وكالۍ ګډ هدف ترلاسه كولو لپاره ام??يك?? سره كار كولو ته لېواله دے۔