اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف به د روژې مباركې آخري ورځو كښې 6 نه تر 8 اپرېل د سعودی عرب دوره كوي، د وزیراعظم ټاكلے كيدو نه پس به دا د هغه وړومبۍ غيرملكي دوره وي۔د خارجه دفتر وياندي د اړخه د جمعې په ورځ جاري بيان له مخې د دورې په مهال به خارجه ??زي?? او د دفاع ??زي?? نه علاوه د اطلاعات او خپرونو ، د خزانې او اقتصادی چارو وفاقی ??زي????ن هم ده سره وي۔ وزیراعظم به د عمره کولو نه علاوه ??دی??ه المنوره كښې مسجد نبویؐ الشریف كښې مونځ ادا كوي۔ د وزیراعظم د سعودی عرب ولی عهد او وزیراعظم شهزاده محمد ??ن لمان بن عبدالعزیز سره ملاقات متوقع دے چې پكښې به د شريكې خوښي په چارو د خيالاتو څركندونه كولې شي۔ بیان له مخې دواړو لارښود به په سيمه ايز او نړيوال پیش رفت هم د خيالاتو څرګندونه كوي۔ پاکستان او سعودی عرب خپلو كښې د ورورولۍ تاريخي او كلتوري اړيكې لري۔ د پاکستان اولس د خادم الحرمین الشریفین شاه سلمان بن عبدالعزیز السعود لپاره زيات احترام لري۔ د دواړو هېوادونو قیادت د ورورولۍ اړيكې مخ په وړاندې بوتللو او اقتصادی او سرمایه کارۍ اړيكې لا كټه ورې جوړولو له لوظي دے ۔