اسلام آباد۔5 ستمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن وئيلي دي د حامله مېرمنو او رنځورانو حج له په تللو د بندېز پرېكړه د سع??دي حكومت ده ٬ په دې معامله كښې مونږ په هغوي زو?? راوړلے نه شوو٬ په مكه او مدينه منوره كښې پاكستان هاؤسز جوړولو له سع??دي حكومت سره خبره شوې ده٬ هيله ده چې په دې به كار ډېر زر پېل شي۔ ?? زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د حج خرڅونو په اړه د نګهت شكيل د پوښتنې په ځواب كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل د تېر كال په مقابل كښې د روان كال په مهال يو لك روپۍ كمې اغستې شوي ۔ اوس هم حساب لګولې شي كه ممكن وي حاجيانو ته به نورې پېسې هم بېرته وركولې شي۔ ??ه ووئيل د روان كال په مهال 600 معاونین د اېن ټي اېس د لارې غوره كړې شوې وو۔ دا ځل حج ټكټ د تېر كال په مقابل كښې 100 ډالره ك?? ؤ۔ د طاهره اورنګزېب د ضمني پوښتنې په ځواب كښې چوهدري سالك حسېن ووئيل د حامله مېرمنو حج له په تللو د بندېز پرېكړه د سع??دي حكومت ده۔ مونږ په دې معامله كښې په هغوي زو?? راوړلې نه شوو۔ تېر كال د حج په موقع ځينې كسان مړه شوي وو ولې چې په كېنسر او نورو رنځونو اخته كسان حج له تللې وو۔ د شګفته جمالي د ضمني پوښتنې په ځواب كښې چوهدري سالک ووئيل د 50 فیصد معاونینو په ټاكنه سع??دي عربستان سره په ځايي كچه د انتظام په ك??لو غور كوو۔ په مكه او مدينه منوره كښې د پاكستان هاؤسز جوړولو لپاره د سع??دي عربستان د حج وزير سره خبره شوې ده ٬ هيله ده چې په دې به ډېر زر كار پېل شي