اسلام آباد۔27نومبر(اے پی پی) د شورؤ په ورځ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي دي د كے پي كے وزيراعلی په دويم ځل تېښتېدو نه يوازې دا چې د پښتنو سپكاوے وكړو بلكې د بزدلۍ نوے تاريخ يۍ هم رقم كړو ٬ د ځاني او مالي زيان حساب به علي امين ګنډاپور او بشری بي بي څخه اخستلې شي۔ امير مقام د پي ټي آ??ي د احتجاج او تېښتې په اړه خپل غبرګون كښې وو??يل ?? علي امين او بشری نيازي مړانه عجيبه ده چې د شپې په تياره كښې كاركنان پرېدې وتښتي او سهار پرېس كنفرنس كوي۔ ده وو??يل ??و??ي دې اووائي چې دوئي كاركنان پرېښودل او مانسهرې ته څنګه ورسېدل؟ امير مقام وو??يل ما وړاندې وئيلې وو چې دا فائنل كال نه مس كال دے٬ د دې خلقو ايجنډا وينه تويول وو كومه چې ترسره نه شوه۔ ده وو??يل ??ا كوم ګو??د نه دے بلكه يوه ډله ده كومه چې د هېواد د غېر مستحكم كولو په ايجنډا كار كوي۔ امیر مقام وو??يل ??لي امين ګنډاپور موقعې څخه وتښتېد او اوس د درغو ادعاګانې كوي۔ ده وو??يل په هېواد كښې د امن سبوتاژ كولو منصوبه بندي شوې وه۔ د صوبائي حكومت وسائلو بې درېغه كارول د صوبې اولس سره زياتے دے۔ امیر مقام وو??يل وسائل د اولس خېر ښېګړې له د كارولو په ځاے په وفاق بريد وكړے شو۔ ده زياته كړه چې په وفاق بار بار بريد كول د غندنې وړ عمل دے